انصار: ( دکب 18مه)، د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي جي پي سینګ په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په کابل کې لیدلي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس خواله رسنۍ په دې هکله یوه پیغام کې ویلي، ښاغلي متقي په دې لیدنه کې د افغانستان او هند تر منځ ’’د سیاسي او او اقتصادي اړیکو پراختیا’’ او په ځانګړې توګه ’’د چاه بهار بندر له لارې د سوداګرۍ ودې’’ هیله څرګنده کړې.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د ’’هند بشردوستانه مرستو’’ مننه کړې او په وینا یې د خپل متوازن بهرني سیاست پر بنسټ له هند سره د سیمې یوه مهم هېواد په صفت د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي.
نوموړي دغه راز له هندي استازي غوښتي چې د افغانانو لپاره د هند تعلیمي، سوداګریزو او درملنې ویزو په اسانه کولو کې مرسته وکړي.
د هند ځانګړي استازي پرون په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره هم لیدلي وو
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30497